اطلاعات روز: لوګر کې ځايي سرچينې وايي، د دغه ولايت په مرکز پل عالم کې د دوو موټرو د ټکر له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرچينې په حواله پېښه تېره ورځ (سېشنبه، ۱۸ د غویي) د کابل – پکتيا پر لويه لاره د پل عالم اړوند «ګازو شرکت» سيمه کې د ټيلر او ويډز موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې په ويډز موټر کې له سپرو پنځو تنو يې موټر چلوونکی مړ شوی او د دوو ښځو او يو ماشوم په ګډون څلور نور په کې ټپيان شوي دي.
سرچينه کاږي، چې پېښه د کوچني موټر د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.
د دغې پېښې او په کې د ټپيانو شويو کسانو د روغتيايي وضعيت په تړاو د لوګر ولايت لپاره د طالبانو ولايتي مسوولينو څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو څو مياشتو کې د هيواد پر لويو لارو د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې او ډیر شمېر يې له مرګ ژوبلې سره هم مل وي.