close

کندهار کې په دوو جلا پیښو کې دوه ځوانان د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ارغنداب او پنجوایي ولسواليو کې دوه ځوانان د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.

کندهار کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست طالب مسوولین وایي، دغه دوه ځوانان چې عمرونه یې ۲۰ او ۲۳ کلونو ته رسیدل تېره ورځ (سې‌شنبه، ۱۸ د غویي) اوبو ډوب کړي دي.

طالب مسوولین زیاتوي، لومړۍ پېښه د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «باغ پُل» سیمه کې رامنځته شوې چې په کې یو ۲۰ کلن ځوان د لامبو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.

دوی همدا راز زیاتوي، چې بل ځوان بیا د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «تلوکان ویاله» کې د لامبو پر مهال ډوب او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

کندهار کې پیښو ته رسیدو په چارو کې د طالبانو مسوولین وایي، دغه ۲۳ کلن ځوان عبدالحمید نومیده چې د پنجوایي ولسوالۍ د «زنګاوټ» کلي اوسیدونکی و.

دوی د داسې پیښو د مخنیوي په موخه له خلکو غواړي چې په ژورو او خړو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

 یاده دې وي، چې د روان کال په نږدې دوو میاشتو کې کندهار کې د ماشومانو په ګډون یوولس کسان په اوبو کې ډوب او مړه شوي دي.