close

ننګرهار کې یو کس ځان وژنه کړې

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یو کس ځان وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي وایي چې پېښه تېره ورځ (پنجشنبه،٢٠ د غوایي) د حصارک ولسوالۍ اړوند «غوګیزې ښنګي» کلي کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا چې دې کس عصبي ناروغي درلوده او په کوټه کې یې خپل ځان «زندۍ» کړی.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې چې لامل یې تر ډیره بد اقتصادي وضیعت او کورنی تاریخوالی ښودل شوی.