اطلاعات روز: د امريکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) قومندان جنرال مايکل کوريلا د افغانستان د پولې په اوږدو کې د تروريزم ضد عملياتو په تړاو په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوځ له چارواکو سره خبرې کړې دي.
سینټکام پرون (پنجشنبه، ۲۰ د غوايي) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې جنرال کوريلا پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په خيبرپښتونخوا کې د افغانستان پر پوله څو نقاط ليدلي دي.
همدا راز د سینټکام قومندان په دې سيمه کې د يوولسمې قول اردو، سرحدي پوځ او د پاکستان د پوځ د اوومې فرقې له چارواکو سره ليدلي او په سرحدي سيمو کې له تروريزم سره د مبارزې په تړاو يې خبرې کړې دي.
د سینټکام په اعلاميه کې راغلي چې جنرال کوريلا په دې ليدنو د پاکستاني پوځ وړتيا «فوق العاده» بللې او ويلي يې دي چې د پاکستان له پوځ سره د خپلې اوو لسيزو همکارۍ او له دې هيواد سره «نظامي مشارکت» ته په لېوالتيا دوام ورکوي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په خيبرپښتنونخوا ايالت کې د پاکستان سرحدي سيمې د دې هيواد پر پوځ د پراخو بريدونو شاهدې وې.
د پاکستاني پوځ چارواکي د دې هيواد تحريک طالبان پاکستان د دې بريدونو مسوول ګڼي او وايي چې دا ډله د افغانستان له خاورې خپل بريدونه پلانوي.
خو طالبان د پاکستاني چارواکو ادعا ردوي او وايي چې هيڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هيواد پر خلاف وکاروي.