اطلاعات روز: د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې له جګړو د پاتې پخواني ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
د زابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وایې چې دا پېښه نن (جمعه، ۲۱ د غوایي) د شهر صفا ولسوالۍ اړوند «راهډ مانده» سیمه کې رامنځته شوې.
د ښاغلي جوهر په وينا، د نننۍ چاودنې ژوبل کسان د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، دا له جګړو يو پاتې ماين و او پر ماشومانو يې د لوبو پر مهال چاودنه کړې.
له پخوانيو جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو چاودنې ډېر وخت د ماشومانو ژوند اخلي.
د څو لسيزو جګړې له وجې د افغانستان ځمکه په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي له جګړې پاتو شويو ماينونو، لاسي جوړو شويو بمونو او چاودېدونکو څخه په يو کيلوميټر واټن کې ژوند کوي.