اطلاعات روز: په اروپا او شمالي امريکا کې د افغانستان تبعيد شويو خبريالانو د طالبانو له لوري له «افغانستان انټرنيشنل» رسنۍ سره د خلګو او سياسي کارپوهانو د همکارۍ مخنيوي ته په غبرګون کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې له رسنيزو جوړښتونو او بنسټونو څخه دې د دې ډلې د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسي.
د دې خبريالانو په اعلاميه کې چې يوه نسخه يې نن (جمعه، ۲۱ د غوايي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته لېږل شوې، راغلي چې طالبانو په دې اقدام سره په واضحه او روښانه توګه د افغانستان د ټولو وګړو بشري حقونه «ضايع» کړي دي.
په اروپا او شمالي امريکا کې د افغانستان تبعيد شويو خبريالانو ويلي چې طالبانو پر افغانستان تر بيا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې د وګړو بشري حقونه ضايع کړي، خو دا ځل يې دا کار د يوه داسې رسنيز جوړښت له لارې کړی دی چې ويل کېږي د رسنيو د ملاتړ په موخه جوړ شوی دی.
دې خبريالانو له ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو غوښتي چې اجازه دې نه ورکوي چې د طالبانو په استخباراتي لوبو سره په افغانستان کې رسنيز ارزښتونه پايمال شي.
«د رسنيزو شکاياتو او تخلفاتو د ارزونې کميسيون» چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څارنې لاندې فعاليت کوي، له «افغانستان انټرنيشنل» راډيو او ټلويزون سره يې همکاري منع کړې او له خلګو يې غوښتي چې له دې رسنۍ سره دې اړيکه پرې کړي.
دې کميسيون د چارشنبې په ورځ د «افغانستان انټرنيشنل» رسنۍ خپرونې ارزولې او دا رسنۍ يې «د وګړو او حقوقي اشخاصو د خصوصي حريم په نقض، شخصيت وژنې، د اطلاعاتو په تحريف او د قومي، ژبنيو او سيمهييزو تعصباتو په ترويج» تورنه کړې ده.
د افغانستان د خبريالانو مرکز هم په دې اړه غبرګون ښوولی او د دې کميسيون پرېکړه يې د فشار او سياسي انګيزې پايله بللې او ويلي يې دې چې د هيواد د عامه رسنيو له قانون سره په ټکر کې ده.