اطلاعات روز: د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند «دهلې بند پارچاو» اوبو کې د لمبېدو پر مهال دوه ځوانان ډوب او مړه شوي.
کندهار کې د طالبانو ځایي پولیسو ویلي، دا ځوانان نن (جمعه، ۲۱ د غوایي) دهلې بند ته د مېلې لپاره تللي وو خو ژورو اوبو کې د لمبېدو پر مهال ډوب شوي او تر اوسه یې جسدونه اوبو کې ورک دي.
د طالبانو پولیسو د دې ځوانانو نومونه «فرهاد» او «عاطف» ښوولي او ويلي يې دي چې يوه اتلس او بل شل کاله عمر درلود او د کندهار ښار د اولې ناحیې اوسېدونکي وو.
د طالبانو پوليسو ويلي چې د جسدونو د موندنې هڅه کوي.
د تېري سېشنبې په ورځ هم د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کې دوه ځوانان اوبو ډب کړي او مړه کړي وو.
د وروستيو وختونو پر مهال په هيواد کې په اوبو کې د ډوبېدو له امله د مړينې پېښې زياتې شوې دي چې لامل يې بې احتياطي ګڼل کېږي.