close
PHOTO: APP

پاکستان له طالبانو غوښتي چې پر چينايي وګړو په بريد کې ښکېل کسان ورته وسپاري

اطلاعات روز: د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي په لاهور کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال ويلي چې پاکستان پر افغانستان له واکمنو طالبانو غوښتي چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر خلاف اقدام وکړي او همدا راز د دې ډلې مشر ورته وسپاري ځکه چې په خيبرپښتونخوا کې پر چينايي وګړو په بريد کې يې لاس درلود.

پاکستانۍ ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو د وزیر له خولې ويلي چې پاکستان نن (يکشنبه، ۷ د غوايي) دا غوښتنه مطرح کړې ده او له طالبانو يې غوښتي دي چې «د تحريک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود په شمول دې د دې ډلې مشران پاکستان ته وسپاري، تر څو د دواړو هيوادونو تر منځ دوستانه اړيکې پر ځای پاتې شي.»

د ميلادي اپريل مياشتې پر ۲۶ د چينايي انجينرانو موټر د پاکستان په خيبرپښتونخوا ايالت کې يوې ليرې سيمې ته پر لاره د ځانمرګي بريد ښکار شو چې د پاکستاني موټروان په شمول پنځه چينايي انجينران پکې ووژل شول.

تر دې بريد وروسته د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال احمد شريف وويل چې په خيبرپښتونخوا کې پر چينايي وګړو بريد په افغانستان کې پلان شوی و او بريدګر هم افغان و خو افغان طالبانو دا ادعا رد کړه چې ګواکې افغانان دې په بريد کې ښکېل وي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير نقوي زياته کړې چې ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) پر چينايي وګړو په بريد کې لاس لري. ده زياته کړې چې «موږ نه ردېدونکي شواهد لرو» چې د ټي ټي پي کومو غړو دا بريد پلان کړی، له هغوی سره له افغانستانه همکاري شوې ده.

نوموړي د چينايي وګړو پر خلاف د افغانستان د خاروې د استعمالېدو په تړاو سخته انديښنه ښوولې او زياته کړې يې ده چې «دا زموږ لپاره د سختې انديښنې وړ خبره ده.»

د پاکستان د کورنيو چارو وزیر زياته کړې چې پاکستان دا موضوع له طالبانو سره ياده کړې چې بايد د ترهګرو پر خلاف اقدام وکړي، خو د ده په وينا کوم ګام نه دی اخيستل شوی.

طالبان د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې استعمالېدل ردوي او پاکستاني چارواکي ملامتوي چې په امنيت کې ساتنې د خپلې نيمګړتيا پړه پر نورو اچوي.