close
Social media

ننګرهار کې یو ځوان ځان تر ټېلر موټر لاندې کړی او مړ شوی

اطلاعات روز: ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان د ټېلر موټر ټایرونو لاندې کړی او مړ شوی دی.

د سیمې اوسیدونکي غلام رسول وویل، چې پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ٦ د غبرګولي) ماښام مهال د جلال اباد ښار اوومې ناحېې اړوند «سره رود دوه سرکې» سیمه کې شوې ده.

د نوموړي په خبره یاد کس د بې روزګارۍ او د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژنه کړې ده.

غلام رسول زیاتوي: «د سره رود دوه سرکې سیمه کې یو ځوان د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله ځان د ټیلر موټر ټایرونو ته اچولی او مړ شوی، دا ځوان څو ورځې وړاندې هم دلته راغلی و او له خلکو یې د کار غوښتنه کړې وه، نو معلومه ده چې غربت او بې کارۍ ځان وژنې ته مجبور کړی.»

بلخوا ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې جسد یې حوزوي روغتون ته انتقال کړی، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

تېر کال هم په همدغه سیمه کې په ورته پېښه کې یو کس ځان د ټیلر موټر ټایرونو ته غورځولی و او مړ شوی و.

په لویه کچه بې روزګاري، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي ستونزې او پر عام ولس د طالبانو له لوري بندیزونه هغه لاملونه دي چې له کبله يې ډیر کله خلک ځان وژنې ته مخه کوي.