اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، چې تورخم کې د پاکستان له زندانانو ٣٢ ازاد شوي افغان بندیان دوی ته سپارل شوي دي.
تورخم کې د طالبانو د انټرپول پولیسو امر قاري احمد وایي، ياد افغانان چې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بنديان وو، تېره ورځ (دوشنبه،٧ د غبرګولي) تورخم کې د انتقالاتو امريت ته تر سپارلو وروسته خپلو سيمو ته لیږدول شوي دي.
هغه زیاتوي يادو کسانو کې ۲۰ تنه يې له ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان دي چې د ننګرهار، کونړ، خوست او لغمان اوسېدونکي دي.
بلخوا ازاد شوي بندیان وایي، چې له دلیل پرته د پاکستاني پولیسو له لوري له نیول کیدو وروسته په مياشتو زنداني شوي او دغه راز په بند خونو کې ورسره ناسم چلند شوی دی.
دا په حال داسې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني پولیسو له لوري د افغانانو د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.