close
انځور: اطلاعات روز ته استول شوی

سرچینې: طالبانو کونړ کې یو پخوانی نظامي د زهري درملو پرمټ وژلی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو استخباراتو د شاهین الهام په نوم د تېر جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو یو افسر تر نیول کېدو وروسته شکنجه او بیا یې د زهري درملو پرمټ وژلی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې د کومانډو ځواکونو دغه افسر درې ورځې وړاندې (شنبه، ۵ د غبرګولي) د کونړ په مرکز اسعد اباد کې وژل شوی دی.

سرچینه ادعا کوي، چې د طالبانو استخباراتو نوموړی له نیول کېدو وروسته سخت شکنجه کړی او بیا یې زهري درمل ورکړي، چې له هغه وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د سرچینې په خبره، چې طالبانو د وژل شوي افسر کورنۍ ته ویلي، چې شاهین الهام د زړه حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د پخواني حکومت د کومانډو ځواکونو د دغه افسر د وژل کېدو په تړاو د هغه کورنۍ او کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم کونړ کې د طالبانو له لوري د تېر جمهوري حکومت د کومانډو ځواکونو یو افسر د طالبانو له لوري سخت شکنجه او وژل شوی و.