اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون (دوشنبه، ۷ د غبرګولي) له ايرانه افغانستان ته په جبري او رضاکاره توګه څه باندې دوه زره او ۸۵۹ تنه کډوال راستانه شوي دي.
دې وزارت پر ايکس په خپله پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دا کسان د اسلام کلا له لارې هيواد ته راغلي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په وينا، په دې کسانو کې ۴۱۵ تنه اړمن پیژندل شوي، چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړيوال سازمان ته معرفي شوي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت زياته کړې، چې ۲۵ بې سرپرسته ماشومان «کودکان جنګ» موسېسې ته معرفي شوي، له ۱۰۸ کورنيو سره مرسته شوې، ۲۳۵ تنو ته په وړيا توګه سيم کارډونه وېشل شوي او ۲۱۱ کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي.
دې وزارت په يوه بله اعلاميه کې ويلي، چې پرون هم ۶۲۲ افغان کډوال له پاکستانه په جبري توګه افغانستان ته را شړل شوي دي.
د دې وزارت له اعلاميې سره سم، ۳۳۸ تنه د تورخم او ۲۸۴ تنه نور د سپین بولدک له لارې هيواد ته راغلي دي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ويلي، چې د دې کسانو مشخصات هم ثبت شوي او تر دې وروسته د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته معرفي شوي دي.
له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ايستل په روان لمريز کال کې هم دوام لري.
د تېر لمريز کال پر مهال له پاکستانه تر نيم ميليون زيات او همدا راز له ايرانه هم تر نيم ميليون زيات وګړي هيواد ته راستانه شوي دي.
له دې هيوادونو د افغان کډوالو پر جبري شړنې په نړيواله کچه نيوکې شوي او په افغانستان کې روان وضعيت ته په پام یې غوښتنه کړې چې دا بهير دې ودرول شي.