اطلاعات روز: نورستان کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمنځ د یوه څړځای پر سر وسله واله نښته شوې، چې له امله یې دوه طالبان او له دواړو لوریو شپږ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه نښته پرون (سې شنبه، ۸ د غبرګولي) ماسپښین مهال د وانټ وایګل په «ژنچیګل» او «کلیګل» سیمو کې رامنځته شوې، چې تر ماښام یې دوام درلود.
سرچینه زیاتوي، نښته د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د څړځای پرسر را منځته شوې، چې ګڼ کسان په کې ټپیان هم دي، خو په خبره یې چې تر اوسه د ټپیانو کره شمېر معلوم نه دی.
سرچینه په دې نښته کې د طالب سرتېرو د وژل کېدو د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
د رحمت الله په نوم یو ځايي اوسېدونکی بیا پر طالب مسوولینو نیوکه کوي، چې د پېښې سیمې ته یې پر وخت ځان نه دی رسولی، چې له امله یې یاده نښته دوامداره شوې.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځايي مسوولینو د ولسونو ترمنځ د دغې وسله والې نښتې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
نورستان کې وخت ناوخت د څړځایونو او ځنګلونو پر سر د ولسونو ترمنځ وسله والې نښتې کېږي، چې درانه ځاني تلفات هم له ځان سره لري.