close
انځور: استول شوی

لغمان کې د دیوال غورځیدو له امله د یوې کورنۍ اوو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د يو کور د ديوال پريوتو پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي مړه او څلور ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، دغه پېښه تېره شپه (سې شنبه، ٨ د غبرګولي) ۱۲:۳۰ بجې د مهترلام ښار اړوند «یونس څلور لارې» سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې د عبدالبصیر په نوم د يو کس د کور ديوال پريوتی، چې په پیښه کې خپله عبدالبصیر، د نوموړي میرمن او لور یې ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز د کورنۍ څلور نور غړي یې سخت ژوبل شوي دي.

د هغه په خبره د يادې پېښې ټپيان روغتون ته ليږل شوي چې وضعيت يې هم د اندېښنې وړ ښودل شوی.

خو په سیمه کې یوې بلې سرچینې وویل، چې پر یادې کورنۍ دیوال د تیزو بادونو له امله راغورځیدلی چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د یادولو وړ ده، چې په ننګرهار، لغمان او د هیواد په ګڼ شمیر نورو ولایتونو کې له تېرو څو ورځو سخت بادونه پېل شوي چې خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.