اطلاعات روز: د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې له طالبانو سره اړيکې جوړول ځکه ضروري دي چې افغانستان د دې ډلې تر واک لاندې دی.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتين دا څرګندونې په تاشکند کې د يوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.
ده ويلي: «په افغانستان کې داسې مسايل شته چې هيڅوک ترې انکار نشي کولای او پېژندل شوي. دا چې څرنګه اوس له دې واک سره اړيکې ټينګې کړو، يوه بله پوښتنه ده.»
له دې سره-سره، د روسيې ولسمشر ويلي چې طالبان هغه کسان دي چې افغانستان او قلمرو يې کنټرولوي او هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي.
پوتين ويلي: «موږ بايد له واقعيت سره سم مخته ولاړ شو او پر همدې اساس اړيکې ټينګې کړو.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم په خپلو څرګندونو کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې «واقعي ځواک» لري.
ده ويلي چې په روسيه کې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم حذفول د «عيني واقعيت» ښوونه کوي.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ليرې کولو په تړاو د دې هيواد ولسمشر ته وړانديز شوی دی.
د ده په وينا، دا وړانديز د روسيې د بهرنيو او عدليې وزارتونو له لوري پوتين ته شوی دی.
د روسيې ځانګړي استازي ويلي چې په دې تړاو د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزارت نظر «مثبت» دی.
د روسيې اقدام ته د امريکا غبرګون
د امريکا د ملي امنيت د شورا وياند جان کيربي ويلي چې د روسيې له لوري د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم حذفول او د دې ډلې په رسميت پېژندل کولای شي «ډاروونکی پيغام» ولري.
د امريکا غږ له راپور سره سم، کيربي د يوې خبري غونډې پر مهال د چين او ايران په شمول د امريکا د رقيبو هيوادونو لپاره د روسيې د اقدام د پايلو په اړه وپوښتل شو، نوموړي وويل: «فکر کوو چې [دا اقدام] به ډاروونکی پيغام ولري.»
کيربي ويلي چې واشنګټن له ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په شمول د ګڼو دلايلو له وجې روسيې ته ورته اقدام نه کوي او نه به يې وکړي.
کيربي زياته کړې: «موږ په داسې موقف کې نه يو او نه به شو چې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسميت وپېژنو. که روسيه دا کار وکړي، باور لرو چې دا به نورو ته بد پيغام ورکړي … دا يو ناسم اقدام دی.»
له روسيې سره-سره، د امريکا نور رقيبان ايران او چين هم له طالبانو سره نژدې اړيکې لري.
چين تر اوسه يوازينی هيواد دی چې په رسمي توګه يې د طالبانو د لېږل شوي سفر باورليک منلی دی.