ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې انسان تښتوونکو څو ورځې وړاندې له بهسودو ولسوالۍ څخه یو ډاکټر تښتولی و او تر څو ورځني اختطاف وروسته يې وژلی دی.
د سیمې يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې د «ضياء الرحمن» په نوم د تښتول شوي ډاکټر جسد نن (چهارشنبه، ٩د غبرګولي) د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې موندل شوی دی.
سرچيڼې زياته کړې چې دا ډاکټر په اصل کې د دره نور ولسوالۍ اړوند «وایګل» سیمې اوسیدونکی او د یو سر ښوونکي زوی و.
تراوسه ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوي چې خلک یې د مخنیوي په برخه کې طالب چارواکي پړه بولي.