close
Photo via DawnNews TV

د پاکستان په کوټه کې د بس چپه کېدو په پېښه کې ۲۸ تنه مړه شوي

اطلاعات روز: پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې له تربت څخه کوټې ته پر لاره يو مسافر وړونکی بس د بلوچستان په واشوک سيمه کې له يوې غونډې سره تر ټکر کېدو وروسته لاندې لوېدلی او ۲۸ تنه پکې مړه او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د يادې رسنۍ له راپور سره سم، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۹ د غبرګولي) د سهار پر پنځه را منځ ته شوې.

د دې رسنۍ په وينا، د پېښې لامل د بس د يوه ټاير چاودېدل دي چې له امله يې موټروان کنټرول بایللی او موټر ترې ټکر شوی او وروسته په يوه شیله کې لوېدلی.

پوليسو ويلي چې په موټر کې له ۴۵ څخه تر ۵۰ کسان سپاره وو او په وژل شويو کې درې ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

 په پاکستان کې وخت ناوخته د بېلابېلو لاملونو له وجې داسې پېښې را منځ ته کېږي.

د همدې روانې میلادي مياشتې می پر درېيمه هم د پاکستان په ګلګت بلوچستان کې پر کراکروم لويي لارې په يوه ورته پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۲۱ نور ژوبل شول.