اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک ويلي چې دا سازمان د افغانستان او طالبانو سره د اړيکو په تړاو خپل فعلی مسير ته دوام ورکوي، ځکه چې دا ډله «اوس مهال په افغانستان کې (ډي فاکټو) چارواکي دي».
ده دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ (۸ د غبرګولي) د يوه خبري کانفرانس پر مهال د طالبانو په تړاو د روسي چارواکو د څرګندونو او د روسيې د ترهګرو ډلو له نوملړه د دې ډلې د احتمالي حذف په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په دې وروستيو کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې «واقعي قدرت» دی په روسيه کې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د دې ډلې د نوم لیرې کول د «عيني واقعيت» څرګندونه ده.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د ليرې کولو په تړاو د دې هيواد ولسمشر ته وړانديز شوی دی.
په خپله پوتين په ازبيکستان کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال ويلي چې له طالبانو سره اړيکې جوړول اړين دي، ځکه چې افغانستان د دې ډلې تر واک لاندې دی.
پوتين ويلي: «موږ بايد دا واقعیت ومنو او پر همدې اساس اړيکې ټينګې کړو.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا ګوتريش فکر کوي چې ايا د افغانستان له اوسنيو واکمنو چارواکو سره د اړيکو د مسير د تغيير وخت را رسېدلی دی، ويلي: «ګورئ، موږ د افغانستان په تړاو همدې مسير ته دوام ورکوو چې له اوسنيو چارواکو سره تعامل دی، ځکه هغوی په افغانستان کې اوسني واکمن دي.»
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي چې دا سازمان په دوامداره توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو پر طالبانو فشار راوړي.
ده زياته کړې چې ملګري ملتونه د افغانستان له هغو خلګو سره د بشرپالو مرستو لپاره هلې-ځلې کوي چې له کړاو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي چې د هيوادونو استازي رابلل شوي تر څو د دوحې په ناسته کې ګډون وکړي او د ښځو او نجونو د بشري حقونو لومړيتوب ته په پام د افغانستان له وضعيت سره د نړۍ د چلند په تړاو د شفافيت او سازګارۍ پر را منځ ته کولو بحث وکړي.
د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب په دوحه کې د روان لمريز کال د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ نېټو (د ۲۰۲۴ کال د جون پر ۳۰ او جولای پر لومړۍ نېټه) جوړه شي.
تر دې وړاندې سټيفان دوجاريک ويلي و چې د دې غونډې د جوړېدو موخه «په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زياتوالی» دی.
طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو هغوی ظاهرا خپل ګډون مشروط کړی دی.