اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولايت د عدليې رياست د انسجام امريت له لوري «د ننګرهار د صرافانو ټولنه» د جواز نه درلودلو له امله تړل شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي ويلي چې د صرفانو ټولنې مسوولینو ته يې تر دې وړاندې وړاندې هم سپارښتنه کړې وه چې د فعالیت جواز ترلاسه کړي خو دوی دا خبره عادي ګڼلې وه او له امله یې نن (چهارشنبه،٩ دغبرګولي) یاده اتحادیه وتړل شوه.
نوموړی زیاتوي د ننګرهار عدليې رياست ټولو اتحاديو او خيريه بنسټونو ته خبرداری ورکړی چې رسمي جوازونه واخلي او خپلې ټولې کړنې د اساسنامې له مخې ترسره کړي.
ښاغلي قريش ګواښ کړی که چيري کومه اتحاديه او خيريه بنسټ له قانوني جواز پرته فعاليت وکړي دفترونه به يې وتړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار کې د تیرو څو اونیو پر مهال تر ٨٠ پورې سیاحتي شرکتونه د جواز د نشتون له امله تړل شوي او دا لړۍ په چټکۍ دوام لري.