close

فراه کې «نامعلومو وسله والو» یو ځوان په ډزو وژلی

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو»  یو ځوان د توپنګچې په ډزو وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان ولي جان نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۹ د غبرګولي) د فراه رود ولسوالۍ په بازار کې وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دې وژنې لامل څرګند نه دی او وسله وال د ولي جان تر وژلو وروسته له سیمې تښتیدلي دي.

د دې پیښې په اړه تر اوسه طالب چارواکو څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې زياتې شوې دي.

تېره ورځ په ننګرهار کې هم یو تن ډاکټر د انسان تښتوونکو له لوري وژل شوی و.