close
Photo: @MofaQatar_EN

د قطر او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

اطلاعات روز: د قطر د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت ځانګړي استازي فيصل بن عبدالله آل حنزاب او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولسن د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنيو چارو د وزارت له اعلاميې سره سم، دا ليدنه پرون (چهارشنبه، ۹ د غبرګولي) په دوحه کې شوې ده.

دې وزارت زياته کړې، چې دواړو اړخونو د افغانستان وضعيت او په دې هيواد کې د امنيت او ټيکاو د لاسته راوړلو لپاره نړيوالې هڅې ارزولې دي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه زيات جزييات نه دي ورکړي.

دا ليدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په پام کې ده يوه مياشت وروسته د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازيتوب په دوحه کې جوړه شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي، چې د دې غونډې د جوړېدو موخه «په منسجمه، همغږې او ساختاري توګه له افغانستان سره د نړيوال تعامل زياتول دي».