اطلاعات روز: د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی دی چې په خوست او کندوز کې يې د «لواطت»، «زنا»، «نامشروعو اړيکو» او «فريبکارۍ» په تور ۱۴ تنه په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې نن (پنجشنبه، ۱۰ د غبرګولي) د يوې اعلاميې خپرولو له لارې ويلي چې په خوست کې پر دې کسانو د روانې اونۍ د دوشنبې او سېشنبې په ورځو کې دا حکم پلی شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې ويلي چې له دې افرادو څخه هر يو د خوست د ښاري ابتدايي محکمې د جزا او امنيت د دېوان د حکم له مخې ۳۹ درې وهل شوي دي.
دې محکمې ويلي چې له تورنو کسانو څخه شپږ تنه يې په درې کاله، يو تن په دوه کاله، يو بل تن په ۱۵ مياشتو او دوه تنه نور په شپږ مياشتني تنفيذي حبس محکوم شوي دي.
همدا راز، د طالبانو د سترې محکمې له اعلان سره سم، د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم څلور تنه د امام صاحب ولسوالۍ د ابتدايي محکمې د الف ديوان د حکم له مخې ۳۹ درې وهل شوي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په وينا، له دې افرادو څخه دوه تنه په دوه کاله، يو تن په شپږ مياشتې او يو بل په څلور مياشتې تنفيذي حبس محکوم شوي دي.
طالبانو په دې وروستيو کې په عام محضر کې د تورنو افرادو علني مجازات زيات کړی دی.
د دې ډلې د سترې محکمې له اعلاميې سره سم، يوازې د روانې اونۍ پر مهال لس تنه په خوست، دوه تنه په غزني، يو نفر په پکتيکا او څلور تنه په کندوز کې په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
طالبانو پر افغانستان تر بيا ځل واکمنېدو وروسته په ځلونو په عام محضر کې خلګ په درو وهلي او اعدام کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونه د تورنو افراد اعدام او بدني مجازات د نړيوالو قوانينو نقض او د انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه يې کوي.