close
Photo: The Express Tribune

د پاکستان پوځ: زموږ دښمنان د افغانستان له خاورې استفاده کوي

اطلاعات روز: د پاکستان پوځ ويلي چې د دې هيواد دښمنان په پاکستان کې دننه د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو په نښه کولو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي.

د پاکستان د پوځ د رسنيزې څانګې له اعلاميې سره سم، د دې پوځ قومندانانو د افغانستان د پولو له دننه د بريدونو د دوام او د هغو ترهګريزو بريدونو په اړه چې د دې هيواد له خاورې پلانېږي، جدي انديښنه ښوولې ده.

د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، دا اندېښنه د پنجشنبې په ورځ (۱۰ د غبرګولي) د پاکستان د پوځي قومندانانو په درې اتيايمه غونډه کې مطرح شوې ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان نظامي او سياسي چارواکو ويلي و ترهګرې ډلې په پاکستان کې د بريدونو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده کوي.

پاکستاني چارواکو په تازه توګه ويلي چې د مارچ مياشتې پر ۲۶ د خيبرپښتونخوا په بشام کې بريد چې له امله يې پنځه چينايي انجينران ووژل شول، د افغانستان په خاوره کې پلان شوی و.

د ايکسپريس ټريبيون له راپور سره سم، پاکستان د پنجشنبې په ورځ په رسمي توګه د دې بريد د عاملينو د نيولو لپاره د طالبانو له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

دې رسنۍ ليکلي چې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف په ځانګړي امر د دې هيواد د کورنيو چارو مرستيال وزير محمد خرم اغا کابل ته سفر کړی او د طالبانو د کورنيو چارو له مرستيال وزير محمد نبي عمري سره يې ليدلي او خبرې يې کړې دي.

د ايکسپریس ټريبيون له راپور سره سم، دا لیدنه تر ډېره د مارچ پر ۲۶ په بشام کې د بريد په اړه وه او د پاکستان د کورنيو چارو مرستيال وزير د یاد بريد په تړاو د دې هيواد موندنې له طالبانو سره شريکې کړې دي او له دې ډلې يې د بريد د عاملينو په نيولو کې د مرستې غوښتنه کړې.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي چې طالبانو ژمنتيا ښوولې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په شمول د ټولو هيوادونو پر خلاف د هیڅ ډول ترهګريز فعاليت لپاره نه کارېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې طالبانو د پاکستان د څېړنو له موندنو سره موافقه کړې او يوې منطقي پايلې ته د دې څېړنو د رسولو لپاره يې له پاکستاني لوري د سره د همکاري کولو لپاره خپله اراده ښوولې ده.

د يکشنبې په ورځ پاکستان د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د مارچ د ۲۶ نيټې له بريد سره د افغانستان د ارتباط په اړه د تازه شواهدو تر شريکېدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان ټول مشران ونيسي او پاکستان ته يې وسپاري.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي په لاهور کې د يوه خبري کانفرانس پر مهال وويل چې په بشام بريد کې د افغانستان د تړاو په اړه شواهد د طالبانو له حکومت سره شريک شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي و: «له بده مرغه تر اوسه د افغانستان د حکومت له لوري هيڅ مثبت ځواب نه دی تر لاسه شوی.»