close
انځور: استول شوی

ننګرهار کې په دوو جلا پېښو کې دوه ماشومان موټر وهلي او مړه شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد او بهسودو ولسوالۍ کې دوه ماشومان موټر وهلي او مړه شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چې لومړۍ پېښه تېر ماښام (پنجشنبه،١٠ د غبرګولي) د بهسودو ولسوالۍ اړوند «ثمرخیلو» سیمه کې شوې چې يو ماشوم پکې د «ټيلر» موټر تر ټير لاندې شوی او مړ شوی دی.

د زابلي په وينا، دویمه پېښه هم پرون د جلال اباد ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې شوې چې یو اته کلن ماشوم پکې «ډاډسن» ډوله موټر وهلی او مړ شوى دى.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند ويلي چې د دواړو پېښو ځای ته پر وخت رسيدګي شوې او دواړه موټر چلوونکي یې نیولي دي.

د ترافیکي اصولو نه مراعاتول، د موټرو ګړندی تګ، د سړکونو خرابوالی او په عامو خلکو کې د ترافیکي قوانینو په اړه کم عامه پوهاوی په افغانستان کې د داسې پېښو لاملونه بلل کېږي.