close
Photo: MFAIran

د ايران د بهرنيو چارو وزارت: په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې بدلونونه بايد د ويانا له کنوانسيون سره سم وي

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني په مشهد کې د افغانستان د سرقونسل د ليرې کولو په تړاو د طالبانو هڅو ته په غبرګون کې ويلي چې په دې قونسلګرۍ کې هر ډول بدلون بايد د ويانا د ۱۹۶۳ له کنوانسيون او نړيوالو پېژندل شويو تګلارو سره سم وي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند نن (پنجشنبه، ۱۰ د غبرګولي) خبريالانو ته ويلي چې په تهران کې د طالبانو سفير د دې وزارت د سويلي اسيا له عمومي مدير سره د ليدنې پر مهال په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ په کادر کې د بدلون غوښتنه کړې وه.

ده زياته کړې: «دوی ته وضاحت ورکړل شوی دی چې د قونسلۍ پر هره دنده د کارمندانو ټاکل او ليرې کول د لېږونکي دولت اختيارات دي، خو هغوی بايد له منل شويو لارو قبلوونکي دولت ته ور وپېژندل شي او د قبلوونکي دولت تر موافقې او ويزې تر لاسه کولو وروسته بايد د مشخص شوي ماموريت لپاره قبلوونکي هيواد ته ننوزي او تعين شوې دنده پيل کړي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې له بېلابېلو لارو د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ته د دې موضوع په اړه خبر ورکړل شوی دی.

ده ويلي: «نو هيله داده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي (طالبان) د قونسلۍ په کادر کې د هر ډول بدلون او تغيير راوستلو لپاره د ويانا له ۱۹۶۳ کنوانسيون او نړيوالو پېژندل شويو تګلارو سره سم اقدام وکړي.»

د وروستيو ورځو پر مهال يو شمېر رسنيو راپور ورکړ چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په مشهد کې د افغانستان سر قونسل عبدالجبار انصار ليرې کړی او د هغه پر ځای يې نصير احمد حقاني ټاکلی دی، خو ښاغلي انصار اجازه نه ده ورکړې چې د طالبانو ډيپلوماټ قونسلګرۍ ته داخل شي.

عبدالجبار انصار د ۲۰۱۹ کال د جون مياشتې پر مهال د سيد نور الله راغي پر ځای په مشهد کې د افغانستان د سرقونسل په توګه وټاکل شو.

که څه هم په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی دی، خو نوموړی لا هم پر دې دنده کار کوي.