close

 په بلخ کې د طالبانو پوليس: د تېر يوه کال پر مهال ۳۰ کسانو ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: په بلخ کې د طالبانو امنيه قومنداني وايي چې د تېر يوه کال پر مهال د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ځان وژنه کړې ده.

دا شميرې پرون (پنجشنبه، ۱۰ د غبرګولي) په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ په کلني راپور کې خپرې شوې دي، خو په اړه يې نور جزييات نه دې ورکړي.

هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو څخه د افرادو د ځان وژنې په اړه راپور ورکول کېږي.

کورنی تاوتریخوالی، د فقر او بې‌کارۍ له وجې روحي فشار، رواني ناروغي او درملنې ته نه لاسرسی په هيواد کې د ځان وژنو عوامل ګڼل کېږي.

په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د راپور په يوه بله برخه کې ويل شوي چې د وروستي کال پر مهال يو زر او ۴۷۲ تنه د وسلوالو غلاوو، انسان تښتونې او اخلاقي فساد په څېر په ګڼو جرمي قضيو کې نيول شوي دي.

د دې راپور له اطلاعاتو سره سم، په دې افرادو کې يو زر او ۲۱۵ تنه يې نارينه او ۲۵۷ يې ښځې دي.

په بلخ کې د طالبانو امنيې قومندانۍ همدا راز ويلي چې د تېر يوه کال پر مهال په دې ولايت کې لږ تر لږه د انسان تښتونې پنځه پېښې هم را منځ ته شوې دي.

د وروستيو ورځو پر مهال له مزار شريف ښار څخه د يوه سوداګر کم عمره زوی وتښتول شو او تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

په هيواد کې انسان تښتونې او جرمونه په داسې مهال کې روان دي چې طالبان په ټول هيواد کې د سرتاسري امنيت ادعا کوي.