close
government.ru

له افغانستانه مرکزي اسيا ته د تروريزم د خپرېدو خطر؛ د روسيې دفاع وزير د تاجيکستان د پولو پر پياوړتيا ټينګار وکړ

اطلاعات روز: د روسيې دفاع وزير ويلي چې د افغانستان د وضعيت له وجې اړينه ده چې د تاجيکستان پولې پياوړې او د سيمې د ثبات د تضمين لپاره نور تدابير ونيول شي.

د ټاس خبري اژانس په وينا، بلوسوف نن (جمعه، ۱۱ د غبرګولي) د ډلييز امنيت د تړون د سازمان (CSTO) د دفاع وزيرانو په غونډه کې چې د قزاقستان په الماتي ښار کې جوړه شوې وه، ويلي چې د افغانستان وضعيت لا هم په مرکزي اسيا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچينه ده.

بلوسوف چې په تازه توګه د روسيې د دفاع د وزير په توګه ټاکل شوی دی، ويلي يې دې چې په افغانستان کې ګڼې «راډيکالې» ډلې مېشتې شوې دي او په ګاونډيو هيوادونو کې د خپلو افکارو د ترويج لپاره هلې-ځلې کوي.

ده ويلي: «له [دې] هيواده (افغانستان) دباندې د بانډونو او تروريزم د پراختيا خطر مخ پر زياتېدو دی.»

د ده په وينا، د دې هر څه له وجې اړتيا ده چې «د سيمې د ثبات د تضمين په موخه دوامداره څارنه او چټک اقدامات وشي».

د روسيې د دفاع وزير يادونه کړې چې په دې اقداماتو کې بايد د تاجيکستان او افغانستان د پولې پياوړي کول شامل وي.

روسيه او په مرکزي اسيا کې يې متحدين له تاجيکستان سره پر پوله د افغانستان په شمال کې د وسلوالو ډلو فعاليت يو ګواښ ګڼي.

دې هيوادونو بيا-بيا مرکزي اسيا ته د دې ډلو د نفوذ په تړاو اندېښنه ښوولې ده.

په افغانستان کې د ترهګريزو ډلو د فعاليت په اړه د روسي چارواکو اخطارونه په داسې مهال کې ورکول کېږي چې روسيه له طالبانو سره د اړيکو د پراختيا په لټه کې ده او د ترهګرو سازمانو له نوملړه د دې ډلې د نوم پر حذفولو فکر کوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې طالبان د افغانستان اوسني چارواکي دي او له دې ډلې سره د اړيکو ټينګول ضروري دي.

د پوتين د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف هم په ورته څرګندونو کې ويلي چې طالبان په افغانستان کې «واقعي ځواک» دی او په روسيه کې له بنديز سره د مخ ډلو له نوملړه د دې ډلې د نوم حذفول د «عيني واقعيت» ښوونه کوي.

په همدې حال کې طالبانو ويلي چې له روسيې سره د اړيکو د پراختيا لپاره جدي سياسي عزم لري.

دا ډله ټولو هيوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه ده، خو له دې ټينګار سره-سره په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعاليت په اړه د هيوادونو انديښنې جدي او مخ پر زياتېدو دي.