close

کندهار کې د فاضله اوبو د پیپ پاکولو پر مهال درې تنه مړه شوي

اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو ځايي پوليس وايي چې د کندهار ښار اړوند دوهمې حوزې سیمه کې تر ځمکې لاندې د فاضله اوبو د پیپ پاکۍ پر مهال درې تنه کاریګر مړه شوي دي.

د طالبانو پوليسو زياته کړې چې دې کسانو نن (جمعه، ۱۱ د غبرګولي) سهار وختي د دوهمې حوزې اړوند «چهارسو چوک» «زرګرانو» سیمه کې تر ځمکې لاندې تیر شوی د فاضله اوبو پیپ پاکاوه خو د اکسیجن د نشتون له امله د کار پر مهال مړه شوي.

د طالبانو پوليسو ويلي چې دا درې واړه کاریګر له جلال اباد ولایت څخه کندهار ښار ته د کار او مزدورۍ لپاره تللي وو.

دوی زياته کړې چې د مړو شویو کسانو جسدونه یې نن تر غرمې وروسته ننګرهار ولایت ته د هغو کورنيو ته لېږلي دي.

د دې کسانو د عمرونو او نومونو په اړه معلومات نه دې ورکړل شوي.