اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ اړوند په کونړ سیند کې یوه جنراتوري کښتۍ ډوبه شوې چې له امله يې ۲۰ تنه مړه شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي وایې چې پېښه نن سهار (شنبه، ۱۲ د غبرګولي) اووه نيمې بجې د مومندرې ولسوالۍ اړوند «باسول» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره کښتۍ د تخنیکي ستونزې له امله هغه مهال د سیند په منځ کې ډوبه شوې کله چې ٢٥ تنو غوښتل د کښتۍ په وسیله د کونړ له سیند څخه تیر شي.
د هغه په خبره د کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ تنه مړه شوي او پنځه تنه نور ژغورل شوي دي.
د قریشي په وینا تر دا مهاله د پنځو تنو جسدونه پیدا شوي او په سیند کې د نورو د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
د یادولو وړ ده چې په یاده سیمه کې د سیند دواړو خواوو خلک د پل د نشتون له کبله پر کښتۍ تګ راتګ کوي چې کله ناکله د دا ډول پېښو ښکار کیږي.