اطلاعات روز: په کندهار کې د طالبانو امنيې قومندانۍ ويلي چې د دې ولايت په میوند ولسوالۍ کې د «زرنج» موټرسایکل او «ټیلر» موټر تر منځ د ټکر له امله درې تنه مړه او یوویشت نور کسان ټپیان شوي دي.
د طالبانو امنیه قومندان اسدالله جمشید ویلي چې دا پېښه پرون (جمعه، ۱۱ د غبرګولي) د هرات_کندهار لویي لارې په اوږدو کې د کندهار د میوند ولسوالۍ اړوند «ملا عبدالله جان پمپ» سیمه کې رامنځته شوې.
د طالبانو د کندهار د امنيه قومندان جمشید په وينا، د دې پېښې له امله ۲۱ ژوبل کسان د کندهار ښار اړوند میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
ځایي سرچینو اطلاعات روز ته ويلي چې ټول ژوبل شوي کسان چې ډېری يې ماشومان دي، د يوې کورنۍ غړي دي او ټول په زرنج کې سپاره وو.
همدا راز، په بلخ کې د طالبانو امنيې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بلخ د شولګرې ولسوالۍ په «حسن علي» کلي مزار شريف ته د دې ولسوالۍ پر لار يوه «کرولا» او «پیکنیک» ډوله موټر ټکر دی چې له امله يې پنځه تنه مړه او پنځه نور ژوبل دي.
د دې پېښې د را منځ ته کېدو علت روښانه نه دی.
په افغانستان کې وخت ناوخته مرګونې ترافيکي پېښې را منځ ته کېږي چې تر ډېره حده يې عوامل خرابې لارې، د ترافيکي قوانينو نه مراعتول او بې احتياطي ګڼل کېږي.