close
انځور: استول شوی

په نیمروز کې په ترافيکي پيښه کې څلور کسان مړه شوي

اطلاعات روز: له نيمروز څخه ځايي سرچينې وايي چې د نیمروز-کندهار پر لویه لار په چهار برجک ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څلور کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

ځايي سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې دا پېښه نن (شنبه، ۱۲ د غبرګولي) د یوه باروړونکي او «ټويټا» ډوله موتر ترمنځ شوې ده.

ځايي سرچينو زياته کړې چې په مړو شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.

تر اوسه ځايي طالب مسولينو د دې ترافيکي پيښې په اړه څه نه دي ويلي.

همدا راز، تېره ورځ په بلخ او کندهار کې په ترافيکي پېښو کې اته تنه مړه او ۲۹ نور ژوبل شوي.

وخت ناوخته په هيواد کې مرګونې ترافيکي پېښې د ګڼو هيوادوالو ژوند اخلي چې لامل يې بې احتياطي او د لارو خرابولی بلل کېږي.