اطلاعات روز: له نورستان څخه سیمهییزې سرچينې وايي چې د دې ولایت په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د کرونا ناروغۍ په مرکز کې اور لګېدلی او له امله يې د دې مرکز زياته برخه سوځيدلې او اور په چټکۍ مخ پر پراخېدو دی.
سیمه ییزې سرچيڼې وايي چې نن (دوشنبه، ۱۴ د غبرګولي) مازیګر پینځه بجې په دې مرکز کې اور لګېدلی او خلګ اندېښنه څرګندوي چې که اور لګېدنه مهار نه شي له یاد مرکز سره نږدې د وانټ عالي لېسې ته د اور د سرایت او د هغې د سوځېدو وېره هم شته.
سيمهييز وګړي د اور د مهارولو په برخه کې د طالبانو ځايي مسوولین په بې غورۍ تورنوي.
د نورستان د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند سمیع عمر هم دا اور لګېدنه تاییدوي او زیاتوي چې د یادې اور لګېدنې له امله چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
نوموړی وایي چې تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی معلوم شوی.
کابو یو کال وړاندې د نورستان په مرکز پارون کې هم په یوه لېسه کې اور لګېدنه را منځته شوې وه چې ډېره برخه یې سوځېدلې وه.