close

پاکستان د افغانستان د بار وړونکو موټرو د موقت تګ-راتګ لپاره د جواز ورکول پېل کړل

اطلاعات روز: پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په موقتو جوازونو د بار وړونکو موټرو د تګ-راتګ طرحې تطبيق له يکشنبې ورځې پېل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د مشترکې سوداګرۍ او صنایعو خونې (PAJCCI) يوه لوړپوړي غړي ډان نيوز ته ويلي، چې د موقت جواز لرونکي لومړني بار وړونکي موټرونه پر خرلاڅې لارې تللي دي.

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې همغږي کوونکي ضياء الحق سرحدي ويلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټروانانو او کلینرانو ته د جواز ورکول پېل کړي دي.

په پېښور کې د افغانستان سرقونسل حافظ محب الله هم ويلي، چې دا قونسلګرۍ هم پاکستاني موټروانانو ته ورته اسناد ورکوي.

دې ډيپلوماټ ويلي، چې د جواز د ورکړې لپاره له کابله يو چارواکی پېښور قونسلګرۍ ته رسېدلی دی.

ده ويلي: «دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره ښه خبر دی.»

همدا راز محب الله زیاته کړې، چې اوس د پاکستان او افغانستان بار وړونکي موټرونه کولای شي د پاکستان او افغانستان هر ښار ته ولاړ شي.

د باروړونکو موټرو د تګ-راتګ اسناد د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ لپاره په يوه لويه ننګونه بدل شوي وو.

پاکستان د جنورۍ پر مهال د نوي سياست له مخې له افغان موټروانانو غوښتل چې دې هيواد ته د ورتګ لپاره بايد پاسپورټ او ويزه ولري. دا موضوع د دې لامل شوه چې تورخم لار يو څو ورځې وتړل شي.