close
Photo credit: Akorda. via the Astana Times

د قزاقستان ولسمشر: د سوداګریزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا په موخه مو طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ايستلي دي

اطلاعت روز: د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ويلي چې هيواد يې د سوداګریزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا په موخه طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه ايستلي دي.

د قزاقستان د جمهوري رياست د ويبپاڼې له راپور سره سم، ښاغلي توکایف نن (دوشنبه، ۱۴ د سلواغې) د ډلييز تړون د سازمان د غړو هيوادونو د پارلمان له مشرانو سره په ليدنه کې همدا راز ويلي چې دوی فکر کوي طالبان به د زيات وخت لپاره وي.

ده د دې ليدنې پر مهال په سيمه‌ييزو اړيکو کې د افغانستان پر فعال ګډون هم ټينګار کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې د قزاقستان ولسمشر په دې هيواد کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذف په اړه خبرې کړې دي.

د تېر لمريز کال د جدې مياشتې پر اتمه په کابل کې د قزاقستان سفير عليم خان يسين ګيلدييف د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر امير خان متقي سره په ليدنه کې ويلي و چې د قزاقستان سترې محکمې په رسمي توګه طالبان د دې هيواد له «بندیز سره د مخ» ډلو له نوملړه ايستلي دي.

په هغه وخت کې د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ايبک اسمادیاروف هم دا خبر تایید کړی و او ويلي يې و چې دې هيواد طالبان د ملګرو ملتونو د چلند له مخې د ترهګرو ډلو له نوملړه حذف کړي دي.

د قزاقستان سترې محکمې د ۲۰۰۵ ميلادي کال پر مهال طالبان د دې هيواد د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي و.

روسيې هم په دې وروستيو کې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو ايستلو ته لېوالتيا ښودلې ده.

د تېري اونۍ پر مهال د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په تاشکند کې وويل چې د منځنۍ اسيا د هيوادونو له چارواکو سره يې په دې اړه خبرې کړې دي او په ګډه به پرېکړه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم ويلي و چې د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د حذفولو وړانديز د دې هيواد د بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو له لوري پوتين ته شوی دی.