close
Photo: Anadulo

د «مسکو فرمټ» تماس ډلې غونډه په تهران کې جوړېږي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي چې د افغانستان په اړه د «فرمټ مسکو» تماس ډلې غونده د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ (۱۹ د غبرګولي) په تهران کې جوړېږي.

د ټاس خبري اژانس له راپور سره سم، کابلوف ويلي: «موږ په دوحه کې د راتلونکې غونډې لپاره د چمتووالي په اړه د افغانستان د رهبرۍ له استازو، د هيوادونو له ځانګړو استازو او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره خبرې کړې دي. دا غونډه به د جون پر ۳۰ او د جولای پر ۱ په دوحه کې کېږي، خو تر دې وړاندې به په همدې شنبه په تهران کې راټولېږو.»

ده زياته کړې چې دا په اصطلاح د «مسکو فرمټ د تماس ډلې» غونډه ده او له روسيې پرته ايران، چين او پاکستان هم پکې شامل دي.

کابلوف زياته کړې چې د تهران په غونډه کې د دوحې د غونډې لپاره پر چمتووالي خبرې کېږي.

ده نه دې ويلي چې د تهران په غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده او کنه.

د «مسکو فرمټ» پنځمه سیمه‌ییزه غونډه تېر کال د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرقیزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبیکستان د استازو په ګډون د روسيې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي هم ګډون کړی و.

د «مسکو فرمټ» د پنځمې غونډې ګډونوالو په خپله وروستۍ اعلاميه کې پر طالبانو نيوکه کړې وه او ويلي يې و چې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړولو په برخه کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.