close

په ارزګان کې د يوې شخړې له امله يو خبريال وژل شوی

اطلاعات روز: په ارزګان کې د طالبانو سيمه‌ييز مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې کليوالي شخړې په ترڅ کې د شمع سيمه‌ييزې راډيو خبريال «احسان الله پښتون» وژل شوی دی.

د دې ولايت له اطلاعاتو او کلتور رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پېښه نن (سې‌شنبه، ۱۵ د غبرګولي) ماسپښین مهال د ترينکوټ په «سفيدخار» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو د اطلاعات کلتور ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دې خبريال قاتل د طالبانو له لوري نيول شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.