close
UN

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګه: طالبان  دې ژر تر ژره بدني سزا ورکول ودروي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې وياند جرمي لارنس د طالبانو له لوري په سرپل کې د ۶۳ تنو په دُرو وهنې ته په غبرګون کې ويلي، چې بدني سزا ورکول د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو ښکاره نقض دی.

نوموړي تېره شپه (چهارشنبه، ۱۶ د غبرګولي) په یوې خپره کړې اعلاميه کې په افغانستان کې د بدني سزا ورکولو د پراخې استفادې او دوام په اړه انديښنه ښودلې.

طالبانو د سې‌شنبې په ورځ د ۴۹ نارينه‌وو او ۱۵ ښځو په ګډون ۶۳ تنه له کوره د تېښتي او اخلاقي جرمونو په شمول د بېلابېلو تورونو له کبله له ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرو پورې وهلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې وياند په خپله اعلاميه کې ويلي: «بدني سزا ورکول د بشري حقونو د نړيوالو قوانينو ډاګيز نقض دی. افغانستان د شکنجې او د نورو ظالمانه، غير انساني او تحقيري چلندونو د منعې د کنوانسيون او د مدني او سياسي حقونو د نړيوال ميثاق غړی دی.»

ده زياته کړې چې د نړيوالو قوانينو پر اساس ټول خلک حق لري چې له هغوی سره د ذاتي انساني کرامت او برابرۍ له مخې چلند وشي.

جرمي لارنس ویلي، چې کومې ښځې د زنا او په اصطلاح نورو اخلاقي جرايمو له کبله مجازات کېږي، پر هغوی د مجازات تر عملي کېدو وروسته هغوی د کورنۍ او ټولنې له لوري د نور زيات تاوتريخوالي له خطر سره مخ دي.

ده له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې هر ډول بدني سزا ورکول ودروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو وياند همدا راز له طالبانو غوښتي چې ډاډمنه دې کړي چې هر څوک چې له جنايي تورونو سره مخ وي، د عادلانه محکمې قانون او حقونو ته په ځانګړې توګه قانوني وکالت ته لاسرسی لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپورچي هم په سرپل کې پر لسګونو تنو د دُرې وهلو د حکم پلي کولو غندنه کړې.

طالبانو تر دې وړاندې پر دُرو وهلو نيوکه کول د اسلام د دين سپکاوی بللی و.