close
Photo: Social Media

لوګر کې د تېر يوه کال پر مهال ترافيکي پېښو کې ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د تېر يوه کال په جريان کې د ترافيکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه او ۱۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند احمد الله انس زیاتوی، چې په دې ولايت کې ۱۸۰ ترافيکي پېښې رامنځته شوي او پر مهال يې ۵۰ کسان مړه او له ۱۰۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، ډيری پېښې د کابل-لوګر او لوګر-ګردېز پر لويه لاره رامنځته شوې دي.

انس د يادو پېښو لامل کابل ته پر غځېدلې لاره د زيات بیروبار او د موټر چلوونکو له خوا د ترافيکو اصولو نه مراعاتول ياد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو دریو کلونو کې نه يوازې په لوګر بلکې د هيواد ګڼو ولايتونو ته پر غځېدلو لارو ګڼې پېښې رامنځته شوي چې سلګونه کسانو ته په کې مرګ، ژوبله اوښتې ده.