close
@Zabehulah_M33 on X

ابوظبۍ ته د حقاني د سفر په تړاو د امريکا غبرګون: هيوادونه دې د بنديزونو پیروي وکړي

اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند متيو ميلر متحده عربي اماراتو ته د طالبانو د کورنيو چارو د سرپرست وزير سراج الدین حقاني سفر ته په غبرګون کې ويلي، چې د ملګرو ملتونو غړي هيوادونه بايد پر طالبانو د دې سازمان د بنديزونو پیروي وکړي.

ښاغلی حقاني چې د امريکا د فدرال پوليسو تر تعقيب لاندې نوملړ کې شامل دی او پر سر يې ۱۰ ميليونه ډالره جايزه ایښودل شوې، په خپل لومړني بهرني سفر کې ابوظبۍ ته تللی او د متحده عربي اماراتو د دولت له مشر سره يې کتلي دي.

د حقاني دې سفر د بهرنيو رسنيو پام ور اړولی او غبرګونونه يې راپارولي دي.

د چهارشنبې په ورځ (۱۶ د غبرګولي) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د حقاني د سفر په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «زه يوازې دومره وايم، غړي هيوادونه چې د ملګرو ملتونو له لوري د لګول شويو بنديزونو کوربانه دي، بايد د معافيت بهير له لارې لکه څرنګه چې د ۱۹۸۸ د تحريمونو د کميټې له لوري مشخص شوي، د سفر جواز واخلي او مهمه داده چې غړي هيوادونه دې له تګلارو پیروي وکړي.»

له حقاني سره يو ځای د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد تېره شپه متحده عربي اماراتو ته د حقاني دسفر په اړه نور جزييات هم خپاره کړي دي.

مجاهد پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې حقاني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د اړيکو د پياوړتيا، په روغتيايي او د امنيتي ارګانونو په ساختماني برخه کې د متحده عربي اماراتو د همکارۍ د جلب، د متده عربي اماراتو له زندانونو د افغان زندانيانو د خوشې کولو، ويزو د ورکړې او د افغانستان د ترافيکي سيسټم د برېښنايي کولو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د وياند په وينا، اماراتي چارواکو د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د متحده عربي اماراتو «وام» خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هيواد د دولت مشر د دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په اړه چې د دواړو اړخونو ګټې خوندي او د سيمې له ثبات سره مرسته وکړي، خبرې کړې دي.