اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولين وايي چې د دې ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند «چمتلې» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله پنځه تنه مړه او دوه نور کسان ژوبل دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایې چې پېښه نن (پنجشنبه،١٧ د غبرګولي) مازیګر شپږ بجې هغه مهال را منځ ته شوې چې یوه «سراچه» ډوله موټر له «ټیلر» موټر سره ټکر کړی دی.
د زابلي په وینا، د پېښې ټپیان د ننګرهار سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي دي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
ويل کېږي چې په ننګرهار کې د نرافيکي پېښو د زياتوالي لامل پاکستان لاس موټرو ته د اسنادو ورکړه ده. همدا راز، ګړندی تګ، د ټرافیکي قوانینو نه مراعاتول او د سړکونو خرابوالی د ترافيکي پېښو نور لاملونه بلل کېږي.