close
Photo: Social Media

د طالبانو عدليې وزارت: د تمدن ټلویزون فعالیت له سياسي ګوند سره د تړاو او د غصب له ځمکې د استفادې له کبله بندېږي

اطلاعات روز: د طالبانو عدليې وزارت وايي چې په کابل کې د تمدن خصوصي ټلويزون فعاليت «له سياسي ګوند سره د تړاو» او «له غصب شوې ځمکې د استفادې» له کبله بندېږي.

د دې وزارت وياند برکت الله رسولي په هغه اعلاميه کې چې تېره شپه (پنجشنبه، ۱۷ د غبرګولي) خپره شوې، ويلي: «تمدن ټلويزون، خاتم النبیین مدرسه او خاتم النبیین پوهنتون د حرکت اسلامي افغانستان له لغو شوي ګوند سره اړه لري او ودانۍ يې هم پر امارتي (دولتي) غصب شويو ځمکو جوړې شوې دي.»

ده زياته کړې: «له همدې وجې د درې واړو بنسټونو فعاليت درېږي او د عدليې وزارت له لوري يې دفترونه تړل کېږي.»

د طالبانو د عدليې وزارت وياند ويلي چې د دې وزارت پلاوی د همدې ټکو په تړاو د پنجشنبې په ورځ د تمدن ټلويزون دفتر ته ولاړ او د هغه مسوولينو ته يې وويل چې د دې رسنۍ فعاليت بندېږي او دفتر يې تړل کېږي.

ده ويلي چې دې وزارت په هيواد کې د سياسي ګوندونو پر فعاليت بنديز لګولی او د دې پرېکړې له مخې له ګوندونو سره تړلې رسنۍ هم د فعاليت کولو حق نه لري.

مګر د تمدن ټلويزون رييس محمد جواد محسني پر فېسبوک له يوه سياسي ګوند سره د دې رسنۍ تړاو او د هغه د ځمکې دولتي‌والی رد کړی دی.

ښاغلي محسني ويلي چې «د تمدن ټلويزون شبکه پر هغه ځمکه جوړه شوې ده چې له يوه شخصي مالک څخه اخيستل شوې او شرعي او قانوني قباله لري او د دې رسنۍ ځمکه په هيڅ صورت هم دولتي نه وه او نه ده.»

ده زياته کړې چې د «خاتم النبیین د علمي حوزې» ځمکه د تېر حکومت پر مهال د مدرسې، مسجد، کتابتون، د اسلامي څېړنو د مرکز، کانفرانس د سالون او د زده کوونکو د ليليې جوړولو لپاره محمد اصف محسني ته په واک کې ورکړل شوه چې اسناد، شواهد او شرعي قباله يې شته.

ښاغلي محسني ويلي چې خاتم النبیین پوهنتون په کرايي ودانۍ کې فعاليت کوي او خپل جايداد نه لري.

د تمدن ټلويزون رييس همدا راز له حرکت اسلامی افغانستان ګوند سره د دې بنسټونو تړاو رد کړی او ويلي يې دې چې تمدن ټلويزون او خاتم النبیین پوهنتون په ۱۳۸۴ کال کې له دې ګوند څخه د محمد اصف محسني تر استعفا ورکولو وروسته جوړ شوي دي.

ده د طالبانو له مشرانو او د دې ډلې له عدليې وزارت څخه غوښتي چې د دې درو بنسټونو د اسنادو ارزونې لپاره دې يو پلاوی وګوماري او دا اسناد دې په «بې پرې» توګه وارزوي او تر هغه وروسته دې پرېکړه وکړي.

تمدن ټلويزون پرون غرمه خبر ورکړ چې د طالبانو د عدليې وزارت پلاوی د دې رسنۍ دفتر ته ورغلی او ښايي تر راتلونکو څو ساعتونو يې خپرونې بندې شي.

خو وروسته د دې رسنيو مسوولينو اعلان وکړ چې د دې ټلويزون د خپرولو د بندولو پرېکړه له يو شمېر طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته د شنبې تر ورځې ځنډيدلې ده.

تمدن ټلويزون د ۱۳۸۵ لمریز کال پر مهال د شيعه‌ګانو د يوه روحاني مشر محمد اصف محسني له لوري په کابل کې جوړ شو. دا رسنۍ له خبرونو سره-سره ديني خپرونې هم لري.