close
Photo: @QaharBalkhi

اوتنبایوا او متقي د دوحې د درېيمې غونډې د اجنډا په اړه خبرې وکړې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د يوناما رييسې روزا اوتنبایوا د دې وزارت له سرپرست امير خان متقي سره د دوحې د درېيمې غونډې د اجنډا په اړه خبرې کړې دي.

د هغې اعلاميې له مخې چې نن (جمعه، ۱۸ د غبرګولي) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند خپره کړې، دوی د دوحې د درېيمې غونډې د لازمو جزییاتو او همغږیو په تړاو بحث کړی دی.

په دې اعلاميه کې د اغلې اوتنبایوا له خولې ويل شوي چې اوس مهال يو ټيم د دوحې د درېيمې غونډې اجنډا چمتو کوي او دوی هڅه کوي چې یوه داسې اجنډا تياره کړي چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي.

د يوناما رييسې ويلي چې غواړي د وروستۍ اجنډا په اړه د طالبانو په نظر هم پوه شي او د اجنډا په وروستي کېدو سره به ټولو ګډونوالو ته رسمي بلنې ولېږل شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ويلي چې د دوحې د درېيمې غونډې لپاره يوه داسې اجنډا مهمه ده چې ټولو ته د منلو وړ وي.

ده زياته کړې چې طالبانو د دې غونډې په اړه خپل نظر له ټولو اړخونو سره شريک کړی دی او په دې برخه کې به همکارۍ ته دوام ورکوي.

د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د چنګاښ مياشتې پر ۱۰ او ۱۱ نېټو په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په استازيتوب کېږي.

تر دې وړاندې په سياسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال رزماري ډي کارلو کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست په ليدنه کې ويلي و چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشيي توکو سره پر مبارزې او د افغان کروندګرو لپاره پر بديل کښت او همدا راز پر اقليمي بدلونو او پر افغانستان يې پر اغېزو خبرې کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاريک هم ويلي و چې د دې غونډې د جوړېدو موخه «په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړيوال تعامل زياتوالی دی.»

په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه د افغانستان د سياسي جريانونو او د ښځينه معترضينو د خوځښتونو له پراخو نيوکو سره مخ شوې ده.

دوی وايي چې طالبان د افغانستان د خلګو استازيتوب نه کوي او په دې غونډه کې بايد ګډون ونه کړي.