close

لانګ وار ژورنال رسنۍ: د القاعده مشر د دې ډلې له ملاتړو غوښتي چې افغانستان ته ولاړ شي

اطلاعات روز: «لانګ وار ژورنال» رسنۍ په يوه مطلب کې ليکلي، چې د القاعده شبکې مشر سيف العدل د دې ډلې له ملاتړو غوښتي چې افغانستان ته کډوال شي.

د دې رسنۍ په وينا، د القاعده مشر د خپلې مرکزي رسنۍ (صحاب) له لوري د «دا غزه ده: دا د شتون جګړه ده، نه د پولو» په نوم په وروستيو خپرو کړیو پيغامونو کې پر خپلو پلویانو دا غږ کړی دی.

لانګ وار ژورنال زياته کړې، چې دا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له خپلو صفونو سره د بهرنيانو د يو ځای کولو لپاره د القاعده تر ټولو وروستی او ډېر واضح پيغام دی.

دې رسنۍ ليکلي، چې د سيف العدل پيغام داسې ښيي چې افغانستان د القاعدې او د دې شبکې د راتلونکو برنامو لپاره د يوه امن پناهځای په توګه په رسمي ډول معرفي کړي.

د لانګ وار ژورنال په مطلب کې ويل شوي چې سيف العدل د سليم الشريف په مستعار نوم ليکل کوي، په صراحت وايي چې «د امت وفادار او بدلون ته لېوال خلک بايد افغانستان ته ولاړ شي، له شرایطو يې درس واخلي او د [طالبانو] له تجربو برخمن شي».

لانګ وار ژورنال ليکلي، چې د القاعده مشر د غزې له اوسنۍ جګړې د یوه کټلسټ په توګه استفاده کوي ترڅو د دې شبکې ملاتړي وهڅوي چې افغانستان ته سفر وکړي او په ټوله نړۍ کې په اصطلاح پر «صهیونيستي» او غربي موخو د بريد تر کولو وړاندې زده کړه وکړي او تجربه او پوهه ترلاسه کړي.

سيف العدل ليکلي، چې مسلمانان بايد په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته «د راتلونکو اسلامي دولتونو د جوړولو لپاره د اتلو او بېلګې په توګه وګوري».

لانګ وار ژورنال ليکلي، چې داسې فکر کېږي چې سيف العدل د القاعدې د وروستي رهبر ايمن الظواهري ځایناستی دی چې په کابل کې د طالبانو په ورکړل شوي امن کور کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې له لوري ووژل شو. د دې رسنۍ په وينا، دا امن کور د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني له لوري ورکړل شوی و.

امريکا د ۲۰۲۲ کال د جولای د ۳۱مې نيټې پر مهال اعلان وکړ چې الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. القاعده او طالبانو د الظواهري مرګ نه دی تاييد کړی.

د لانګ وار ژورنال له ليکنې سره سم، طالبان نه غواړي له القاعدې سره د خپلو نږدې اړيکو شواهد پرېږدي تر څو د نړيوالې غندنې مخنيوی وکړي.

دې رسنۍ زياته کړې، چې القاعده هم نه غواړي خپل کوربانه طالبان وغندي او همدا راز نه غواړي چې د دې واقعيت لور ته پام واړوي چې نوی رهبر سيف العدل يې په ايران کې مېشت دی. ايراني چارواکو په ايران کې د القاعده د مشر مېشتېدنه رد کړې ده.

د القاعده او داعش پر خلاف د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار کميټې تېر کال په يوه راپور کې ويلي و، چې سيف العدل د ايمن الظواهري د ځايناستي په توګه د القاعده مشر ټاکل شوی او ګومان کېږي چې په ايران کې مېشت دی.

په دې راپور کې ويل شوي چې القاعده د طالبانو د انديښنو له کبله په کابل کې د الظواهري مرګ نه دی او نه يې هم په ايران کې مېشت سيف العدل د خپل نوي مشر په توګه اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ويل شوي: «د غړو هيوادونو نظر دادی چې اوس مهال سيف العدل د القاعدې مشر دی … خو نه شي کولای چې د القاعده د ځينو حساسيتونو لکه په کابل کې د ايمن الظواهري پر مرګ د طالبانو د اعتراف کولو د انديښنو او په ايران اسلامي جمهوريت کې د [العدل] د حضور له کبله نوموړی خپل نوی مشر اعلان کړي.»

طالبانو د دوحې په هوکړه ليک کې له امريکا سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د القاعده غړو ته پناه نه ورکوي. ملګرو ملتونو په خپل راپور کې ليکلي و، چې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل د طالبانو لپاره «شرم» دی.