اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې وسلهوالو غلو یو ځوان په ډزو وژلی دی.
د وژل شوي ځوان د کورنۍ یو غړی فرمان الله وایي، چې دا پېښه تېر ماښام (جمعه، ١٨ د غبرګولي) د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند په «چکنوریو» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي وژل شوی ځوان سرحد ممتاز نومېده چې په یوه خصوصي موسېسه کې یې دنده هم درلوده.
د هغه په وینا سرحد ممتاز له دندې د کور پر لور روان و، چې له وسلهوالو غلو سره مخ شوی؛ لومړی یې پرې ډزې کړي او بیا یې ترې پیسې، مبایل او نور وسایل هم له ځان سره وړي دي.
ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د ننګرهار مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې وسله واله غله زیات شوي چې عام خلک یې د مخنیوي په برخه طالبان ملامت بولي.