close

د تاجيکستاني پوله ساتو په ډزو کې دوه افغان وګړي وژل شوي

اطلاعات روز: په بدخشان کې ځايي سرچينې وايي چې د دې ولايت په ياوان ولسوالي کې د تاجيکستاني پوله ساتو د ډزو له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د سرچينو په وينا، دا پېښه نن سهار (يکشنبه، ۲۰ د غبرګولي) د ياوان ولسوالۍ په «شولير» کلي کې رامنځ ته شوې ده.

سرچينې وايي چې د «شولیر» ولسوالۍ ۱۵ تنو غوښتل چې د سرو زرو په لټه له امو سيند څخه تير شي او د تاجيکستان لور ته ولاړ شي خو د هغه هيواد د پوله ساتو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او د درېدو يې ورته وويل.

سرچينو ويلي، په دې ۱۵ کسانو کې ځينو کسانو وسلې درلودې او کله چې د تم کېدو غږ پرې شوی دی، تښتېدلي دي او په همدې وخت کې تاجيکستاني پوله ساتو ډزې پرې کړې او دوه تنه وژل شوي.

سرچينې وايي چې په وژل شويو کې يو تنکی ځوان او يو د زيات عمر سړی شامل دي او نور کسان توانېدلي چې وتښتي.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان او تاجيکستان په سرحدي سيمو کې ورته پېښې شوې دي.