close
@QaharBalkhi on X

د دوحې په درېيمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشري ذبيح الله مجاهد کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده له امر سره سم د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې به د طالبانو د پلاوي مشري ذبيح الله مجاهد کوي.

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ايکس د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي دا موضوع نن (سې‌شنبه، ۵ د چنګاښ) «د دوحې په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د همغږۍ» په غونډه کې اعلان کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي چې په دې غونډه کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د مرکزي بانک مرستيال نور احمد اغا، له نشيي توکو سره د کورنيو چارو د وزارت د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار او د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشاورينو ګډون کړی و.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې ورځو پر مهال په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.

ويل کېږي چې په سولييزو او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال رزماري ډي کارلو به د دې غونډې لارښوونه کوي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی و چې د دوحې د غونډې د جوړښت او اجنډا تر ارزولو وروسته يې پرېکړه کړې ده چې په دې غونډه کې ګډون د «افغانستان په ګټه» دی.

د سولې او سياست په چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست په ليدنه کې ويلي و چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د مالي او بانکي مسايلو، له نشيي توکو سره پر مبارزې، د کروندګرو لپاره پر بديل کښت او پر اقليمي بدلونو او پر افغانستان يې پر اغېزو خبرې کېږي.

نړيوالو رسنيو د ډيپلوماټانو له خولې ويلي چې ښځينه فعالانې د دې غونډې په لومړۍ ورځ چې د طالبانو په حضور سره پيلېږي، ګډون نه کوي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه به هم خبرې نه پکې کېږي.

دې غونډې ته د طالبانو پر رابللو او د ښځو پر حذف پراخې نيوکې شوې دي او د ښځو معترضو خوځښتونو، د بشري حقونو او د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو له دې غونډې سره د پرېکړون غږ کړی او د نړۍ په ځينو ښارونو کې لاريونونه هم شوي دي.

خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاریک د دې نيوکو په ځواب کې ويلي چې د ښځو د حقونو موضوع به په هره غونډه کې «لومړيتوب» وي.