close

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند: د دوحې د بهیر موخه په نړيواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند سټيفان دوجاریک په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې د دوحې غونډې اصلي موخه په نړيواله ټولنه کې د افغانستان بشپړ ادغام او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو رعايتول دي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه راتلونکې اونۍ په دوحه کې جوړه شي.

دوجاریک د سې‌شنبې په ورځ (۵ د چنګاښ) په يوه خبري ناسته کې ویلي، چې په سوله او سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستياله رزماري ډي کارلو به د دوحې د غونډې مشري کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه د افغانستان په تړاو د نړیوال تعامل پر څرنګوالي بحث کېږي.

دوجاریک ویلي، چې د دوحې غونډه د افغانستان او طالبانو په اړه د هيوادونو د ځانګړو استازو ترمنځ د مستقيمو خبرو زمينه برابروي.

د ده په وينا، دې غونډې ته د ۳۰ هيوادونو او نړیوالو موسېسو استازي ور غوښتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند ويلي، چې په دوحه کې د جولای پر دويمه به اغلې ډي کارلو او ځانګړي استازي د بشري حقونو د سازمانونو او د ښځو د حقونو د مدافعينو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره وويني.

دوجاریک د ډي کارلو له خولې ويلي، چې د دوحې مذاکرات د يوه بهير برخه دي.

ده زياته کړې چې د دې بهير وروستۍ موخه له ځان او ګاونډيانو سره د افغانستان سوله، په نړيواله ټولنه کې بشپړ ادغام او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د دې هيواد د نړيوالو تعهداتو  رعايتول دي.

اغلې ډي کارلو ويلي، چې د دوحې په غونډو کې به پر هغو ګڼو ننګونو خبرې وشي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي او يادونه يې کړې چې داسې فرصت شته چې د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه له طالبانو سره د لا زيات اصولي تعامل لارې مشخصې کړل شي.

ټاکل شوې چې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ د دې ډلې يو پلاوي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې چې د دوحې په اصلي غونډه کې د ښځينه او مدني ټولنې د استازو پر نشتون پراخې نيوکې کېږي. د ښځينه حقونو فعالان د دې غونډې تحريمول غواړي.