close
wikipedia

رينا اميري: په بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د افغانستان د ننګونو لپاره حل لاره وجود نه لري

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د دې هيواد ننګونو ته هيڅ حل لار وجود نه لري.

نوموړې دا څرګندونې په ډيپلوماسۍ کې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت پر ايکس ټولنيزې شبکې بيان کړې دي.

اميري ليکلي: «د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د دې هيواد د سولې، امنيت او ټيکاو په برخه کې ننګونو ته حل لار وجود نه لري.»

دې په داسې حال کې د افغانستان د راتلونکې په اړه په بحثونو کې د ښځو پر ګډون ټينګار کړی، چې ښځې په دوحه کې له هغې غونډې منع شوي چې راتلونکې اونۍ جوړېږي.

د رينا اميري په ګډون د امريکا ځانګړو استازو تر  اوسه د دوحې له غونډې څخه د ښځو او مدني ټولنې د استازو د حذف په اړه څه نه دې ويلي، په داسې حال کې چې په دې اړه پراخې نيوکې کېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو درېيمه غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب جوړه شي.

په دې غونډه کې له افغانستانه يوازې طالبان ور بلل شوي دي.

ټاکل شوې چې د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد په مشرۍ يو پلاوی د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.