اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې یو پنځه کلن ماشوم د نارنجک مرمۍ د چاودنې له کبله وژل شوی او د کورنۍ یو غړی یې ټپي دی.
د سیمې یوه اوسیدونکي نور احمد شیرزاد وویل، پیښه تېره شپه (سې شنبه، ۵ د چنګاښ) د شیرزادو ولسوالۍ اړوند «فیټلو» سیمه کې رامنځته شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د وژل شوي ماشوم پلار د طالبانو یو نظامي سرتیری و، چې کور ته په رخصتۍ راغلی و او له ځان سره یې کلاشینکوف هم وړی و.
شیرزاد وایي، د دغه طالب سرتیري په ټوپک کې نارنجک هم بسته و، چې یاد ماشوم راخیستی او د لوبو پر مهال یې پرې چاودنه کړې او وژل شوی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
طالب سرتیري ډیر کله د ځان ساتنې لپاره وسلې له ځان سره ګرځوي او ځینې کورونو ته د رخصتیو پر مهال هم وړي، چې له کبله یې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.