اطلاعات روز: په هلمند کې د طالبانو د والي وياند محمد قاسم رياض خبر ورکړی چې د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له کبله يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل دی.
د ښاغلي رياض په خبره دا پېښه تېره شپه (سېشنبه، ۵ د چنګاښ) د ګرشک په «حیدراباد» سیمه کې را منځ ته شوې او په دې پېښه کې د قاتل کس ۷۰ کلن نيکه وژل شوی او اکا يې ټپي دی.
نوموړي د پېښې لامل کورنی تاوتريخوالی ياد کړی او زياته کړې يې ده چې قاتل له سيمې تښتېدلی دی.